دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 216845
افغان پوځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوځي تمرینات پیل کړل
افغان پوځ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې ډېورڼد فرضي کرښې ته څېرمه پراخ پوځي تمرینات پیل کړي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د یادو تمریناتو موخه دا ده چې پوځ د غیرقانوني اقداماتو او د احتمالي خطرونو پر وړاندې چمتو کړي.
د دوی په خبره، په دې تمریناتو کې هوایي او ځمکنی ځواک برخه لري او له غټو او وړو وسلو په کې کار اخیستل کېږي.
د یادولو ده چې افغان پوځ دوې ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه نظامي تمرینات ترسره کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له خوا د ډیورڼد فرضي کرښې پر ځینو سیمو د اغزن تار تېرولو د ډېرو افغانانو غبرګونونه را پارولي دي او له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د پاکستان د دې کار مخنیوی وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba0b5srhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته