د جاپان د موټر سايکلو مشور شرکت یاماها وايي، په داسې ټکنالوجي کار کوو چې د تیلو څخه بغیر په اوبو چلیدونکی موټرسايکل جوړ کړو، یاماها د نړۍ د موټرسایکل جوړولو مشهورو شرکتونو څخه شمیرل کیږي.
یاماها شرکت وايي، موږ غواړو چې د موټر سایکل د سون مواد اوبه وي، دې شرکت د موټرسایکل یو انځور هم خپور کړی چې پخواني XT500موټرسایکل ته ورته ده.
د یاماها شرکت دداسې موټر سایکل په جوړولو له ۲۰۱۶م څخه په کار شروع کړي، خو توقع کیږي چې عامو خلکو ته دا موټرسایکل په راتلونکې ۴یا ۵ کلونو کې ورکړل شي.
دا موټرسایکل د یاماها شرکت مشهور ډیزاینر میکسیمیم لیفبرې ډیزاین کړای چې د H2Oموټور تر څنګ یو د اوبو پمپ هم پکې لګیدلی چې اوبو ته دوراني حرکت ورکوي او دغه اوبو د سون موادو په څېر مصرفوي.
له دې وړاندې هم د جاپان یو شرکت داسې موټرسایکل جوړ کړی وه چې په برق پواسطه به حرکت کاوه.