د امریکا د دفاع وزیر مایک ایسپر له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی دې ته ژمن دې چې په افغانستان کې به خپل سرتېري کموي او په وینا یې تر راتلونکي نومبر میاشتې به په افغاستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر پنځو زرو هم کم کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې امریکا باید په ۱۴ میاشتو کې په افغانستان کې خپل نظامي حضور ختم کړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و، چې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې به له افغانستان خپل سرتېرې باسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)