دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 219298
کابل کې غبرګې چاودنې؛ یوه ماشومان ژوند له لاسه ورکړ
کابل کې د ماین چاودنو له کبله یوه ماشوم ژوند بایللی او درې ملکي کسان ټپیان دي.
د کابل اتمې او پنځمې حوزو سیمو کې نن سهار(دوشنبې د وږې په ۳۱) دوو بېلابېلو پېښو کې یوه ماشومان ژوند له لاسه ورکړ.
د کابل پولیس څرګندوي چې د کابل اتمې حوزې سیمه کې ماشوم هغه وخت ژوند وبایللو چې سیمه کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ووچول.
همداراز د کابل پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وايي د کابل پنځمې حوزې سیمه کې د منقاطیسي ماین چاودنې له کبله درې ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
https://avapress.com/vdcgyy9x7ak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته