د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حنيف اتمر او ديميتري ژيرينوف پرون له غرمې وروسته سره ليدلي دي.
په دې ليدنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سولې پروسه کې د روسيې رول مهم او بنسټيز بللی دی او له دې بهير يې د مسکو د ملاتړ له کبله مننه کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله، دغه راز دواړو لورو د افغانستان د سولې په خبرو کې پر وروستيو پرمختګونو، د هر اړخیز او بیړني اوربند پر اړتیا، د تاوتریخوالي پر کمولو او پر هغه د څارنې پر میکانیزم، په تیرو نولسو کلونو کې د افغان وګړو او دولت د لاسته راوړنو پر ساتنه او خوندیتوب او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په دې ليدنه کې د روسيې سفیر ژیرنوف په تېرو دوه لسیزو کې د افغان وګړو او دولت د لاسته راوړنو پر خوندي کولو د ټینګار تر څنګ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل یو نیک او مثبت ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه خبرې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لامل وګرځي.
دواړو لورو دغه راز د افغانستان او روسیې تر منځ اړیکې باارزښته بللې او د دې اړیکو پر لا ډیرې پیاوړتیا او پراختیا یې ټينګار کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)