دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 254994
متحده ایالات او اسلامي امارت د بندو شویو پیسو د خلاصون لپاره کار کوي
ځینې سرچینې راپور ورکوي چې د متحده ایالاتو او اسلامي امارت مشران د مرکزي بانک منجمد زیرمو د خلاصون په اړه بحث کوي. دا زیرمې باید په هیواد کې د فقر او لوږې د کنټرول لپاره د یوه خپلواک مالي صندوق په جوړولو سره وکارول شي.
افغان غږ خبری آژانس، دواړه لوري د یوه داسې میکانیزم پر جوړولو خبرې کوي، چې اسلامي امارت وکولای شي په متحده ایالاتو کې د افغانستان د مرکزي بانک د بندې شوې بهر زیرمې د لوږې او بشري ناورین د مخنیوي لپاره وکاروي.
 
د راپور له مخې امریکايي چارواکو له اسلامي امارت سره په خبرو کې یو داسې میکانیزم وړاندیز کړی چې له مخې یې د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي او متخصصین د دغو زیرمو څخه د افغانستان د اقتصاد د ثبات او سوکالۍ لپاره کار واخلي.
 
دوو باخبرو سرچینو واشنګټن پوسټ ته ویلي؛ چې یو انتخاب دا دي چې د پیسو اداره کولو لپاره یو خپلواک صندوق رامینځته کړي.
 
خو وروسته له هغه چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، سپینې ماڼۍ د افغانستان د مرکزي بانک څه باندې اوه میلیارده ډالره زیرمې کنګل کړې.
 
د امریکا حکومت ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د دوحې د هوکړې پر بنسټ په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره لاره هواره کړي.
 
https://avapress.com/vdci35ar5t1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته