دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 255485
هند په افغانستان کې د زلزلې ځپلو کورنیو ته لس زره ټنه غنم ورکوي
د هندي چارواکو په وینا، دغه هېواد په پام کې لري چې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره ۱۰ زره مټریک ټنه غنم مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس، د هند حکومت او د خوړو نړیوال پروګرام ترمنځ دغه هوکړه لیک پرون (شنبه، د سرطان ۱۸مه) شوي ده.
 
ټاکل شوې چې دغه مرستې د پکتیکا او خوست په زلزله ځپلو خلکو وویشل شي.
 
د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د هوکړې له لاسلیک وروسته به د دغه هېواد له خوا د مرستو پنځم پړاو د افغانستان خلکو ته ورکړل شي.
 
دا مرستې په داسې حال کې د خوراک نړیوال پروګرام له لارې ورکول کېږي چې هندي رسنیو پر پاکستان تور پورې کړی چې له افغانستان سره د هند د غنمو مرستې غلا کوي.
 
https://avapress.com/vdcevn8wnjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته