دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 255614
تاجکستان افغانستان ته د برېښنا د صادراتي پور د نه ورکړې له امله نیوکه وکړه
د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر افغانستان ته د خپلې برېښنا صادراتي پور پر نه ورکړې نیوکه کړې ده. د هغه په وينا، افغانستان خپل پور په تدريجي ډول ادا کوي او تر اوسه دغه پور په بشپړه توګه نه دى ادا شوى.
افغان غږ خبری آژانس: د تاجکستان د برېښنا د ملي شرکت مشر محمد عمر آسوزاده وايي، چې افغانستان تر اوسه د وارداتي برېښنا پور نه دی ادا کړی.
 
دغه تاجکستاني چارواکي پرون (سه شنبه د سرطان ۲۱مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د افغانستان برېښنا شرکت خپل پورونه په تدریجي ډول ورکوي، چې تر اوسه یې په بشپړ ډول نه دي ورکړي.
 
هغه ویلي دي چې تاجکستان اوسمهال افغانستان ته په ساعت کې نهه میلیونه کیلوواټه بریښنا صادروي.
 
د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر له دغه هېواد سره د افغانستان د پورونو کره اندازه نه ده اعلان کړې.
 
د اسیا پلس د راپور له مخې، د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر د روان کال په جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې افغانستان له تاجکستان څخه د برېښنا د واردولو لپاره ۳۳ میلیونه ډالره پوروړی دی.
 
هغه مهال د افغانستان برښنا شرکت ژمنه کړې وه چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې به تاجکستان ته د افغانستان د برېښنا پور ورکړي.
 
د معلوماتو له مخې تېر کال تاجکستان افغانستان ته د ۵۶،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا صادره کړې وه.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه پر وارداتي برېښنا ډېر تکيه لري. د شمېرو له مخې، د هېواد د برېښنا ډېره اړتیا د تاجکستان، ایران او ازبکستان له هېوادونو څخه پوره کېږي. خو د کابل په ګډون د هېواد ډېری ولایتونه تل د برېښنا له کمښت سره مخ وي.
 
https://avapress.com/vdcizwar5t1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته