دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 255758
کوربین په افغانستان کې د برتانیې د جنګي جنایتونو په اړه د ځانګړو ځواکونو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د برتانیې د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو او د بندیانو او ملکي وګړو د وژلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د دغه هېواد د پارلمان غړي جرمي کوربین د ځانګړو ځواکونو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه. د هغه په وينا، دغه ځواکونه بايد د نورو وسله والو ځواکونو په څېر د خپلو کړنو حساب ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د "بي بي سي" د راپور له مخې، د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال څو ځله بندیان او بې وسلې کسان په "مشکوک ډول" وژلي دي.
 
د بي بي سي د دغه راپور له مخې ښايي د برتانیا د ځانګړو ځواکونو یوې قطعې په ۲۰۱۰ کال کې ۵۴ کسان په غیر قانوني توګه وژلي وي.
 
دغه رسنۍ وايي داسې اسناد يې ترلاسه کړي چې ښيي د بريتانيا د ځانګړو ځواکونو پخواني مشر په افغانستان کې د وژنو په اړه څېړنې ته شواهد نه دي وړاندې کړي.
 
د دې تورونو په ځواب کې د برتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په افغانستان کې په زړورتیا او مسلکي ډول خدمت کړی او په دغه هېواد کې یې د دندې پر مهال "لوړ معیارونه" ساتلي دي.
 
د کارګر ګوند پخواني مشر او د بریتانیا د اپوزیسیون مشر جرمي کوربین پرون په ټویټر کې لیکلي: «نن سهار په پارلمان کې په افغانستان کې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو په اړه د وروستیو تورونو په اړه مې وزیر ته وویل چې زموږ ځانګړي ځواکونه باید د نورو په څېر وي. زموږ ځواکونه باید د دیموکراتیک حساب ورکونې لاندې وي.
 
تر دې مخکې د بريتانيا په وسله والو ځواکونو چارواکو ويلي وو چې د دغه هېواد د دفاع وزير به د ۵۴ افغانانو د وژلو ادعا وڅېړي.
 
https://avapress.com/vdchmmni623nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته