دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 255959
احمدالله وثیق: د دولتي رسنیو د رسمي پاڼو بندول د بیان د ازادۍ خلاف کار دی
تېره شپه چهارشنبه د (سرطان ۲۹مه) د فیسبوک ادارې د ملي راډیو او ټلویزیون رسمي فیسبوک پاڼه او همدارنګه د باختر خبري آژانس بنده کړه. چارواکو له دې کړنې وروسته دغه کار د رسنیو د ټولو اصولو او د بیان د ازادۍ خلاف کار بللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د باختر آژانس مسئولینو په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه خبري آژانس د ۸۲ کلن تاریخ په لرلو سره د فیسبوک ادارې ټول اصول او مقررات په پام کې نیولي او یوازې موخه د دقیق، وخت او هراړخیز معلوماتو چمتو کول دي.
 
د فیسبوک ادارې له لوري د یو شمېر دولتي رسنیو د رسمي پاڼې له تړل کېدو وروسته د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون مشر احمدالله وثیق هم په دې اړه غبرګون وښود او د فیسبوک ادارې دا اقدام یې د رسنیو د ټولو اصولو خلاف عمل وباله.
 
د وثيق په وينا، ملي راډيو او ټلويزيون يو ملي بنسټ دى، د ملت غږ او د خلکو رسنۍ دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د دغو دولتي رسنیو د رسمي فیسبوک پاڼو د بندیدو اصلي لامل معلوم نه دی.
 
https://avapress.com/vdcammnuo49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته