دخپریدو نیټه :شنبه ۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 256038
انرژي او د اوبو ادارې سره یوځاي کیږي
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په کابل کې په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د بودیجې د موثریت د زیاتوالي او سم مدیریت لپاره باید د انرژۍ او اوبو بنسټونه د یوې ادارې تر عنوان لاندې کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی هڅه کوي چې د انرژۍ، اوبو او برېښنا بنسټونه په یوه اداره کې مدغم کړي.
 
د هغه په ​​وينا، په تېر حکومت کې د برشنا شرکت بودجه نورو ادارو ته ځانګړې شوې وه او د دغه وزارت ځينې پروژې نيمګړې پاتې وې.
 
افغانستان د اوبو، باد او لمر له لارې د زرګونو میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، خو د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا هم له ازبکستان، ترکمنستان، ایران او داسې نورو هېوادونو اخلي.
 
د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت په شلو کلونو کې که څه هم د شته کورنيو ظرفيتونو له لارې د برېښنا د رسولو ژمنې شوې وې، خو په دې موده کې په دې برخه کې هېڅ بنسټيزه پروژه بشپړه نه شوه.
 
https://avapress.com/vdcjtme8ouqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته