دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 256174
پاکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو لپاره یوه پوله جوړوي
د پاکستان حکومت به د اسلامي امارت د هوکړې له مخې پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو سره نوی پول جوړوي.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستاني رسنیو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د نوي لاري په جوړولو سره له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو د اسانتیا په اړه د موافقې خبر ورکړی.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو هم رسنیو ته ویلي دي چې د ډبرو سکرو د صادراتو لپاره د لا زیاتو لارو د پیدا کولو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې شوي دي.
 
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د ډبرو سکرو پر ځای یې پاکستان ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیولي، چې په دغه هېواد کې د انفلاسیون لپاره د کرنیزو محصولاتو د ګمرکي معافیت په ګډون.
 
دوی دا هم زیاته کړه چې دا نوی تړون به د انرژۍ د خوندیتوب لویه برخه چمتو کړي او د ډبرو سکرو د صادراتو لویه برخه د لاریو او ځمکې له لارې پاکستان ته صادریږي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند عصمت الله برهان وايي، د تورخم، خرلاچ، غلام خان، سپین بولدک او چمن په بندرونو کې باید د ټرانسپورټ په لاره کې شته ستونزې لرې شي.
 
پخوا به د چمن له پولې پاکستان ته سکاره په محدوده توګه صادرېدل، خو په نوي تړون کې ویل شوي، چې سکاره به د خیبر پښتونخوا له غلام خان او خرلاچي لارو څخه صادرېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد چارواکو د هېواد د ډبرو سکاره پر نورو هېوادونو په نړیواله کچه د پلورلو اعلان وکړي وو.
 
https://avapress.com/vdca0inuy49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته