دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 257452
په کابل کې د پاسپورت د وېش څلور نوي مرکزونه جوړېږي
د پاسپورټونو د عمومي ریاست چارواکي وايي، ډېر ژر به په کابل ښار کې د پاسپورټونو د وېش څلور نوي مرکزونه په فعالیت پیل وکړي او د درې میلیونه نویو پاسپورټونو د چاپ چارې بشپړې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاسپورت ریاست مرستیال غلام مصطفی ابراهیم خیل وایی، چې ډېر ژر به په کابل ښار کې د پاسپورټونو د ویش څلور نوی مرکزونه په کار پیل وکړی او همدارنګه د درې میلیونه نویو پاسپورټونو د ویش لړي په شروع شي.
 
هغه زياته کړه، دغه شمېر پاسپورټونه به د پخواني قرارداد پر بنسټ چاپېږي او د درې ميليونو پاسپورټونو له ډلې چې چاپېږي، يو ميليون يې د بهرنيو چارو وزارت او دوه ميليونه يې د پاسپورټونو د عمومي رياست لپاره ځانګړي کېږي.
 
ښاغلي ابراهیم خیل زیاته کړه چې د درې میلیونه نویو پاسپورتونو په چاپولو سره به په کابل کې د پاسپورټونو د ویش څلور نور مرکزونه هم پرانیزي او هم به په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د ویش بهیر هم د غوښتونکو لپاره پیل شي.
 
د پاسپورټ عمومي ریاست مرستیال وویل: موږ اوس مهال هره ورځ شاوخوا درې زره پاسپورټونه غوښتونکو ته ویشو او همدا راز د دې ظرفیت هم لرو چې هره ورځ له ۶۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ پورې پاسپورتونه غوښتونکو ته وویشل شي.
 
د ابراهیم خېل په وینا، په کابل او ولایتونو کې د نویو پاسپورتونو د وېش د مرکزونو د پرانېستلو بهیر به د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شي او په پرانیستلو سره به یې د پاسپورټونو د وېش بهیر ګړندی شي او د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره به اسانتیاوې زیاتې شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له څو مياشتو راهيسې د هېوادوالو د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د زياتو غوښتنو له امله د سنبلي مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو نېټه د دې رياست په وېبپاڼه کې د غوښتونکو لپاره بنده شوې ده.
 
د پاسپورټ عمومي ریاست مرستیال د تیری اوونۍ د سې شنبې په ورځ وویل چې د پاسپورت غوښتونکو ته د بانکي فیسونو د ورکړې د اسانتیا په موخه مو د مرکزي بانک په همکارۍ د پاسپورت په ریاست کې د دغه بانک یوه ښاري څانګه پرانیستله.
 
ویل کېږي چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د پاسپورټونو غوښتنه ډېره شوې او هره ورځ زرګونه کسان مرکز او ولایتونو ته د پاسپورټونو اخیستو لپاره ورځي.
 
https://avapress.com/vdcam0nuu49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته