دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 257640
په هېواد کې وروستیو سېلابونو تر ۴۰۰ ډېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي
د اسلامي امارت وياند وايي چې په افغانستان کې په تيره يوه مياشت کې دسيلابونو له امله تر ٤٠٠ زيات کسان مړه او ژوبل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (سنبله ۳) په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د تېرې یوې میاشتې د سیلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو احصایې له رسنیو سره شریکې کړې.
 
د ښاغلي مجاهد د څرګندونو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې په وروستيو سېلابونو کې له زرو ډېر څاروي مړه شوي او تر درې زرو ډېر کورونه ويجاړ شوي دي.
 
مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت له لوري په ټپیانو باندې د بیړنیو او بشري مرستو لکه خیمو، کمپلو، د پخلنځي لوښو، خوراکي توکو، نغدو پیسو ویش او د ټپیانو د درملنې لړۍ پیل شوې ده.
 
هغه له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي.
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي، د اقلیم بدلون د افغانستان په ګډون د سیمې په یو شمېر هېوادونو هم اغېز کړی او په تېرو وختونو کې د سم مدیریت نشتوالي او پرله پسې وچکالیو د خلکو زیانونه زیات کړي دي.
 
د مجاهد د څرګندونو له مخې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د سېلابونو د مدیریت طرحه کابینې ته وړاندې کړې، چې په نهايي کېدو او پلي کېدو سره به یې د تلفاتو او زیانونو مخه ونیول شي.
 
https://avapress.com/vdcjxae8yuqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته