دخپریدو نیټه :شنبه ۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 257692
عبید الرحمن نظامي په افغانستان کې د پاکستان د نوي سفیر په توګه معرفي شو
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې سره؛ په دغه وزارت کې د اروپايي ټولنې عمومي رئیس عبیدالرحمن نظامي په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا د څانګې مشر عبیدالرحمن نظامي د شنبې په ورځ (سنبله ۵) د منصور احمد خان پر ځای دندې ته معرفي شو.
 
نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د عمومي رییس او په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
 
منصور احمد خان تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان سفیر و.
 
په افغانستان کې به د خان دنده په دریو ورځو کې پای ته ورسیږي.
 
ټاکل شوې چې نظامي د اګست میاشتې تر پایه د منصور احمد خان د ماموریت له بشپړېدو وروسته په کابل کې د پاکستان په سفارت کې کار پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcgyu9xxak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته