دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 257802
بلغاریا ۱۴۱ افغان کډوال نیولي دي
د بلغاریا چارواکو د ۱۴۱ افغان کډوالو د نیولو اعلان کړی چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته راغلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بلغاریا پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې له ترکیې سره د دغه هیواد په پوله کې یې د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ د زیاتیدو له امله امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي.
 
د چارواکو په وینا د ۸۸ افغان کډوالو یوه ډله چې په بس کې یې سفر کاوه د بورګاس بندري ښار ته څېرمه د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
 
د پناه غوښتونکو یوه بله ډله چې ۵۳ تنه پکې شامل وو، د پولیسو له خوا په داسې حال کې وموندل شول چې ظاهراً د بورګاس یوه ځنګل ته څېرمه د یوه موټر په انتظار وو.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته څه باندې یو کال تېر شو، له دغه هېواد څخه د کډوالۍ سېلاب ډېر شوی او ډېر کډوال له ترکیې اوښتي او هڅه کوي چې د بالکان هېوادونو له لارې د اروپايي ټولنې شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
 
https://avapress.com/vdcjyae88uqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته