دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 258591
په تخار کې د ځمکې پر سر شخړه، قضیه د محکمې له لارې حل کیږي
د تخار ولایت عامه سرچینې وايي، چې په دې وروستیو ورځو کې د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو قومونو ترمنځ لانجه او شخړه زور اخیستې ده، خو د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي ټينګار کوي، چې تاوتريخوالى پاى ته رسېدلى، قضيه به د محکمې له لارې هواره شي او هېڅوک د زور د کارولو حق نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - د تخار ولایت د خلکو سرچینو نن چهارشنبه د سنبلې په ۲۳ مه له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل چې د دغه ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په ګلبهار کلي کې د دوو قومونو ترمنځ نښته شوې ده.
 
د دوی په خبره، پښتانه ادعا کوي چې د دې کلي ځمکې د دوی دي، خو د دې کلي ازبک اوسېدونکي د دوى ادعا ردوي او وايي، چې له څلوېښتو کلونو راهيسې په دغه ځاى کې اوسېږي او دا جايدادونه يې د پلرونو دي.
 
سرچينې زياته کړې، چې په دې وروستيو ورځو کې د ګلبهار په کلي کې د دواړو لورو ترمنځ څو ځلې نښتې شوي، چې له امله يې دواړو لورو ته يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.
 
سرچینې ټینګار کړی، چې په تېره یوه میاشت کې لسګونه موټر چې له پاکستان او جنوبي ولایتونو څخه د پښتنې کورنۍ لېږدول، د ګلبهار کلي ته ننوتلي او د دغه کلي په خالي کورونو او چوکونو کې تګ راتګ کوي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دواړو لورو ترمنځ دا شخړې نوې نه دي او په تېر حکومت کې هم د دواړو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر ډېرې شخړې شوې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
 
د دواړو غاړو د ځمکې مسئله باید د تېر حکومت د محکمې له خوا فیصله شوې وای، کله چې هېواد د اسلامي امارت له خوا ونیول شو، دواړو لورو یو ځل بیا نښتې وکړې او د جنوبي سیمو اوسېدونکو غوښتل چې د دغه کلي اوسېدونکي له خپلې خاورې وباسي.
 
په همدې حال کې محب الله نیکزاد؛ د تخار د والي ویاند له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې تایید کړه، چې د دغه ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په ګلبهار کلي کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه شوې ده. خو هغه وويل: موږ د دواړو قومونو له استازو څخه وغوښتل چې خپل اسناد محکمې ته وړاندې کړي. د دوی تاوتریخوالی پای ته ورسوي او محکمه به قضیه تعقیب کړي.
 
د نېکزاد په وينا، محکمې پرېکړه کړې، چې دوسيه وڅېړي او هغه چا ته ځمکه ورکړي، چې اسناد يې زيات وي.
 
د تخار د والي ویاند زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو له خوا د دواړو لورو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او هغوی ته خبرداری ورکړل شوی چې له زور څخه کار واخلي.
 
هغه وویل چې ډېر ژر به د محکمې یو پلاوی سیمې ته ولاړ شي او دغه قضیه به وڅېړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د تخار د کوکچې ترڅنګ د ولسواليو اوسېدونکو هم د کوچيانو له زور زياتي شکايت کړى او وايي، کوچيان يې په زوره د دوى کورونه او څړځايونه په واک کې لري.
 
https://avapress.com/vdcf1cd0yw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته