دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 259791
په پنجشېر کې د نيول شويو کسانو د دوسيو څېړل د ځانګړي کمېسيون د اجنډا په سر کې ځاى لري
اسلامي امارت په پنجشیر ولایت کې د نیول شویو کسانو د دوسیو د څیړلو لپاره د شپږ کسیز کمیسیون د جوړولو اعلان وکړ. ویل شوي، چې د کابل د والي په مشرۍ دغه کمیسیون به د هغو کسانو په اړه چې په پنجشیر کې د وروستیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
افغان غږ خبری آژانس: د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، په پنجشیر کې د نیول شویو کسانو د دوسیو د څیړلو په موخه یو شپږ کسیز کمیسیون جوړ شوي.
 
ویل شوي، چې دغه کمیسیون د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا حسن اخند په امر جوړ شوی او مشري یې د کابل والي مولوي ندا محمد ندیم کوي.
 
د دغه رپوټ له مخې نيول شوي کسان دا مهال د کابل په زندانونو کې بنديان دي. خو د دغو کسانو کره شمېره نه ده څرګنده.
 
په تیرو اونیو کې اسلامي امارت په پنجشیر کې د «مقاومت جبهې» د ځپلو لپاره پراخ بریدونه ترسره کړل.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغو عملیاتو کې د «مقاومت جبهې» تر ۱۰۰ ډېر غړي نیول شوي دي.
 
په دې وروستیو کې په پنجشیر کې سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی چې د اسلامي امارت مجاهدینو د دغه ولایت په روخ او کهسکه ولسوالیو کې شاوخوا ۲۰۰ نارینه او ځوانان نیولي دي.
 
د یادولو وړ ده چې په هیواد کې د اسلامي امارت له رامنځته کیدو وروسته د پنجشیر ولایت یو له هغو سیمو څخه وو چې وخت په وخت پکې د اسلامي امارت د ځواکونو او د مقاومت جبهې تر منځ نښتې رامنځ ته شوې.
 
https://avapress.com/vdci33arzt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته