دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 259927
ایران ۱۹ امریکايي او اروپايي بنسټونه او چارواکي د ترهګرو په تور لیست کې شامل کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د بندیزونو او د تاوتریخوالي د زیاتولو په تړاو به څلور بنسټونه او ۱۵ اروپايي او امریکايي چارواکي د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان اعلان کړی چې لږ تر لږه ۴ بنسټونه او ۱۵ اروپایی او امریکایی چارواکی چې د بندیزونو او په هیواد کې د تاوتریخوالی په پراختیا دواړو کې لاس لری، د ترهګرو په تور لیست کې شامل کړي.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د خپل هیواد په ضد د درمل جوړولو د بندیزونو په هکله په یوه غونډه کښې وویل: مونږ ټولو په هغه څه چې ولیدل او ترلاسه یې کړل، ډیر خواشینی شو. له بده مرغه، سویډن د درملو چمتو کولو څخه انکار کوي. په همدې حال کې امریکايي او اروپايي چارواکي په مکرر ډول ادعا کوي چې په بندیزونو کې د درملو مسایل شامل نه دي. بندیزونه نن ورځ د بشري حقونو د سیستماتیک سرغړونې وسیله ګرځیدلې.
 
دغو هېوادونو د یوې ایرانۍ نجلۍ لپاره چې له بده مرغه مړه شوه د تمساح اوښکې تویوې او د ایرانیانو له احساساتو یې د ګډوډۍ لپاره کار واخیست. موږ به په راتلونکو څو ساعتونو کې د هغو بهرنیو بنسټونو او چارواکو نومونه چې په دې بندیزونو کې ښکیل وو او همدارنګه د هغو چارواکو او بنسټونو نومونه چې په تیرو ورځو کې یې تاوتریخوالی ته وده ورکړې، د ترهګرو په تور لیست کې شامل کړو. د ایران له نظره دغه اشخاص او بنسټونه د داعش د ترهګرۍ نمونه ګڼل کیږی او ایران به خامخا په دې برخه کښې خپل حق ادا کوی.
 
https://avapress.com/vdcj8he8auqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته