دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 260075
په کابل او ولایتونو کې د تېلو بیه کمیږي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سلاکار او ویاند عبدالسلام اخندزاده وايي: په کابل کې د تېلو د بیو د راټیټولو لپاره له بېلابېلو هېوادونو څخه تېل او ګاز وارد شوي او همدا راز له هغو ولایتونو څخه هم تېل وارد شوي چې لرګي زیات دي. او د ډبرو سکرو زیرمې کابل او هغو ولایتونو ته چې ورته اړتیا لري داخلیږي. تر څو د هغې بیه راټیټه شي او ښاریان ګرم او سوله ایز ژمی ولري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سلاکار او ویاند عبدالسلام اخندزاده له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سون توکو او خوراکی توکو د بیو د لوړیدو د مخنیوی لپاره پلانونه لری.
 
 اخندزاده زياته کړه، چې د نفتي توکو د بيو د راټيټولو په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره د نفتي توکو، ډيزل او مايع ګازو د واردولو تړونونه شوي، چې له مخې به يې په راتلونکي ژمي کې د نفتي توکو د بيو د لوړېدو مخه ونيول شي.
 
اخندزاده په دوام وويل چې په کابل او اړو ولايتونو کې د ډبرو سکرو او لرګيو د بيو د راټيټولو لپاره به هغه ولايتونه چې د ډبرو سکرو او لرګيو زيرمې زياتې وي کابل او اړمنو ولايتونو ته به داخل شي چې د بيو د لوړيدو مخه به ونيسي.
 
هغه زیاته کړه، په ټول هېواد کې د سولې او امنیت له ټینګښت وروسته یو زیات شمېر کورني پانګوال چې له افغانستانه بهر ژوند کوي هېواد ته داخل شوي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي او همدا راز یو شمېر بهرني پانګوال هم په هېواد کې پانګونې کوي.
 
په ورته وخت کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د تېلو د بیې له لوړېدو اندېښمن دي او وايي چې حکومت باید هڅه وکړي چې د سون توکو بیې راټيټې کړي او د کابل ښاریانو ته د سون توکو د برابرولو زمینه برابره کړي.
 
دا مهال د کابل په بازارونو کې یو ټن سکاره له ۱۴۵۰۰ څخه تر ۱۵زره افغانیو او یو ټن لرګي له ۸۵۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي چې د تېر کال په پرتله لوړ شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې هر کال د سړې موسم په رانږدې کېدو او د خلکو د غوښتنې له زياتېدو سره د تېلو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو بيې لوړې شوې او خلک له دې سيمې زيات شکايتونه کوي.
 
https://avapress.com/vdcfexd0tw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته