افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د والادای د ۱۹مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د روسیې له خوا د ایرانی له بې پیلوټه الوتکو د کارولو په اړه د ادعاوو په اړه توضیحات ورکړل.
نوموړي د دې مسئلې په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران او روسیې د چارواکو رسمي څرګندونو ته اشاره وکړه. هغه وویل: د ایران د بې پیلوټه الوتکو د مشخصې موضوع په هکله د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کښې د ایران او روسیې د فدراسیون استازیو هراړخیزه توضیحات ورکړی دی.
روسیې او ایران تر دې مخکې د اوکراین په جګړه کې د ایران له خوا د بې پیلوټه الوتکو د شتون په اړه په لویدیځو رسنیو کې شوې ادعاوې رد کړې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني څو ورځې مخکې وویل چې ایران د جګړې هیڅ اړخ ته وسلې نه دي صادرې کړي.
هغه کابو دوه اونۍ مخکې د روسیې د پوځ له خوا د ایرانی جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو د کارونې په اړه د اوکراین د چارواکو د ادعا په اړه وویل: د ایران اسلامی جمهوریت په جنګ کښې د استفادې لپاره روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د استولو په هکله خپاره شوی خبرونه بې اساسه ګڼی.
د ایران د ډیپلوماټیک نظام ویاند هم د میزان په ۱۱مه وویل: د جګړې له پیل راهیسې، موږ تل خپله اصولي او روښانه پالیسي د فعال بې طرفۍ او له جګړې سره د مخالفت او د اختلافاتو د سیاسي هواري د اړتیا پر بنسټ اعلان کړې ده. دواړه خواوې، له تاوتریخوالي څخه لیرې دي.
کناني څرګنده کړه: په دې لړ کښې په تېرو میاشتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپلو روسی او اوکرایین سیالانو سره په بې شمېره تماسونو او ملاقاتونو کښې تل د اختلافاتو د سوله ایز او د خبرو اترو له لارې د حل په ضرورت ټینګار کړی دی. زموږ د هیواد چمتووالی روښانه کوي چې هغه د دې پروسې سره د مرستې اعلان کړی دی.