دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 260139
د فوټبال نړیوال جام/ قطر د افغانانو د ایستلو لپاره الوتنې ودرولې
د ځینو سرچینو په وینا، په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام له پیل سره به دغه هېواد او بیا امریکا ته د افغان کډوالو الوتنې بندې شي.
افغان غږ خبری آژانس: د (ان بي سي) چینل د چهارشنبې په ورځ «اکتوبر ۲۶» د کډوالو د ملاتړ د سرچینو، د امریکا د کانګرس د مرستیالانو او د قطر د حکومت له پلانونو سره د واقف یوې سرچینې په حواله خبر ورکړ.
 
د قطر چارواکو ویلي، دوی پلان لري چې امریکا ته د افغان کډوالو د ایستلو الوتنې په داسې حال کې ودروي چې دغه هېواد راتلونکې میاشت د فوټبال نړیوال جام کوربه توب کوي.
 
سرچينې زياته کړې، چې د نومبر په ٢٠مه د نړيوال جام د پرانېستې له مراسمو او لومړۍ لوبې سره، د قطر حکومت پرېکړه کړې، چې په موقت ډول کابل ته الوتنې بندې کړي او د ويزو ورکول تر بل خبرتيا پورې وځنډوي.
 
دا مهال په قطر کې د کډوالو په کمپونو کې څو زره افغانان امریکا ته د تللو انتظار باسي او په زرګونه نور افغانان په دغه هېواد کې په بدمرغۍ کې ژوند کوي.
 
تېره ورځ فاکس نیوز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بې غورۍ له امله سلګونه زره افغان اتباع چې ټاکل شوې وه له دغه هېواده واستول شي، کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
 
https://avapress.com/vdcgwz9xyak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته