دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 260317
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هېواد ته د سوداګرو د راستنېدو غوښتنه وکړه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کېدو اعلان وکړ او له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان د سوکالۍ لپاره هېواد ته راستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، په افغانستان کې د پانګونې غوره فرصتونه شته او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.
 
هغه زیاته کړه، هڅې یې پیل کړي، څو افغان پانګوال چې لسګونه میلیارده ډالره پانګه یې متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته لېږدولې، بېرته افغانستان ته راشي او دلته پانګونه وکړي.
 
د هغه په ​​وينا، د همدې موضوع په تړاو يې په متحده عربي اماراتو کې له يو شمېر افغان سوداګرو سره هم کتلي دي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پر بنسټ، افغان پانګوالو په وروستیو پرمختګونو کې له افغانستانه خپله ۵۰ میلیارده ډالره پانګه ایستلې ده.
 
د دغو پيسو ډېره برخه په دوبۍ، پاکستان، ايران، ترکيې او ځينو نورو هېوادونو کې لګول شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcez78wfjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته