دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 260472
اسلام آباد د پاکستان او اوکراین ترمنځ د پټو اړیکو په اړه د روسیې ادعا بې اساسه بللې ده
د اوکراین او پاکستان ترمنځ د پټو اړیکو او د کییف د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د دغو دوو هیوادونو د همکارۍ په اړه د یوه روسي سناتور له ادعا وروسته، اسلام آباد دغه ادعا بې اساسه وبلله.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې دولتي خبري آژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي شورا د دفاعي کمېټې غړي سناتور ایګور موروزوف ادعا کړې، چې اوکرایني کارپوهانو پاکستان ته سفر کړی او له ځینو چارواکو سره یې د اټومي وسلو د ټکنالوژۍ په اړه خبرې کړې دي.
هغه پاکستان د روسیې په وړاندې په خیانت تورن کړ او زیاته یې کړه: اوکراین له پاکستانه د اتومي وسلو په جوړولو کې د مرستې غوښتنه کړې او دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې په دې اړه سلا مشورې کړې دي.
 
دغه روسي سیاستوال زیاته کړه چې پاکستان د اټومي پوهې او تخنیکي مرستو سربیره کییف ته وسلې هم لیږي.
 
ځينو خبري سرچينو ليکلي، چې روسي سناتور پر پاکستان د خپلو تورونو لپاره کوم قانع کوونکي شواهد نه دي وړاندې کړي او برعکس دغو خبرو اسلام آباد په غوسه کړ.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایګور موزروف د تورونو په غبرګون کې دغه څرګندونې بې اساسه وبللې.
 
عاصم افتخار احمد زیاته کړه: د روسي سناتور خبرې په بشپړه توګه بې منطقه او د اسلام آباد او مسکو د اړیکو له روحیې سره په ټکر کې دي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار کړی چې اسلام آباد په دې اړه له مسکو څخه وضاحت او ځواب غوښتی دی.
 
په داسې حال کې چې روسي سناتور له اوکراین سره د اټومي همکارۍ لپاره د پاکستان د پټو اقداماتو ادعا کوي، د اوکراین د جګړې په اړه د واشنګټن او د هغه د متحدینو له لوري له بې پرې دریځ څخه د وتلو له فشار سره سره، اسلام آباد یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د روسیې پر ضد وړاندیز شوی قرارداد رد کړ. د روان کال د اکټوبر په نیمایي کې د مسکو او کییف ترمنځ د دښمنۍ په سمدستي پای ته رسولو ټینګار وکړ، اعلان شو چې د روسیې ضد پریکړه لیک ملاتړو د شخړې د سمدستي سوله ایز حل وړاندیز نه دی منلی.
 
د پاکستان حکومت نه غواړي چې د روسیې پر وړاندې دریځ غوره کړي، خو په وار وار یې په اوکراین کې د جګړې د اوږدولو او پر سیمې او نړۍ د هغې د سختو پایلو په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې او تېره میاشت هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري جرمني ته د رسمي سفر په ترڅ کې يو ځل بيا د روسيې او اوکراين تر منځ پر ډيپلوماسۍ او خبرو اترو ټينګار وکړ او د دغو شخړو د اټومي کولو په څېر له هر ډول پاروونکو کړنو ډډه وکړه.
 
د روان کال په لومړیو کې د پاکستان د پوځ قومندان هم د ناټو د خوځښتونو او د مسکو په وړاندې د لوېدیځ د چلند په اړه د روسیې د امنیتي اندېښنو په منلو سره، د اوکراین جګړه یو لوی ناورین بللی او د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه یې کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcguz9xxak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته