دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 260880
د آل سعود پوځیانو لخوا د افریقایی کډوالو وحشیانه وژنه
د آل سعود پوځیان چې معمولا هره ورځ پنځه افریقایی کډوال وژنی، دا ځل په یوه نوی جنایت کې هغوی د برقی کرنټ په وسیله وژنی.
افغان غږ خبری آژانس: د یمن المسیره چینل د یمن په سرحدی سیمو کښې د افریقایی اتباعو په خلاف د آل سعود پوځیانو د نویو جنایتونو په هکله یو راپور خپور کړ.
 
په دغه راپور کې د هغو افریقایانو په حواله چې د سعودی پوځیانو له وژل کېدو څخه ژوندی پاتې شوی، ویل شوی: وروسته له دې چې سعودی پوځیانو ۲۵ افریقایی او اته یمنیان په یوه وړه کوټه کې راغونډ کړل، دغه کوټه یې له برېښنا سره وصل کړه.
 
افریقایي اتباعو هم ټینګار وکړ: د سعودي سرحدي ساتونکي پر کډوالو مستقیمه ډزې کوي. دوی معمولا د کډوالو د متفرق کولو لپاره هاوانونه کاروي.
 
د ایتوپیا کډوالو ویلي چې د سعودي سرحدي ساتونکي هره ورځ شاوخوا پنځه کډوال د دوی په پولو کې وژني او د دې شمیر څو چنده ټپیان کوي.
 
په هغه ویډیو کې چې د دغه جنایت او وژنې په اړه خپره شوې، د لسګونو ایتوپیا اتباعو د جسدونو صحنې ښيي چې د سعودي پوځیانو له خوا وژل شوي دي. د دغو ښاریانو له ډلې څخه یو تن ټینګار کوي چې له یادې خونې څخه د تشناب په توګه کار اخیستل کېده او د برېښنا له نښلولو وروسته د دغو کسانو ژوند واخیستل شو.
 
المسيره هم د يو شمېر کډوالو د نيولو انځورونه خپاره کړي او دا يې د داعش له جنايت سره ورته بللي دي. البته، په دې توپیر سره چې سعودی پوځیان د داعش ترهګرو په څېر د هغوی د وژلو لپاره د چړي څخه کار نه اخلي.
 
په همدې تړاو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تېره اګست میاشت کې ټینګار کړی و چې د سعودي عربستان حکومت په مستقیم ډول له یمن سره پر پوله د افریقايي کډوالو د شړلو لپاره په نښه کوي.
 
دغه سازمان په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې د دغه سازمان خبریالانو ۹ ډله ییزې وژنې ثبت کړې، چې په ترڅ کې یې له ۱۸۹ څخه زیات افریقایی کډوال وژل شوی او څه باندې ۵۳۵ نور ټپیان شوی دی، دغه سازمان د یمن په شمال کې د صعده ولایت په شمال کې افریقایی کډوال ته اشاره کړې ده. هغه جرم ته په اشارې سره وویل: دغه کډوال د سعودی عربستان د سرحدی ساتونکو له خوا د توپونو او درنو ماشیندارو په وسیله په نښه شوي.
 
https://avapress.com/vdcjoye8yuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته