دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 260886
بشردوستانه نغدي مرستي/ کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه کڅوړه راورسېده
د مرکزي بانک چارواکي وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام، د ۴۰ میلیونو ډالرو نغدي مرستو بسته کابل ته راورسېده.
افغان غږ خبری آژانس: دغه بانک نن یکشنبه د عقرب په ۲۲مه په یوه ټوېټ کې ویلی چې د بشری مرستو په دوام د ۴۰ میلیونو ډالرو یوه بله بسته افغانستان ته را رسېدلې او په یوه سوداګریز بانک کې جمع شوې ده.
 
بايد يادونه وشي چې افغان اتباعو ته د دې پيسو د لګولو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
 
https://avapress.com/vdcfcxd0vw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته