دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 262060
که واکمنان ځان ګوښه کړي نو د ولس له ستونزو به لرې پاتې شي
داسلامي امارت دبهرنيو چارو مرستيال وزير شير محمد عباس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ د کابل د نوي والي د معرفت په مراسمو کې وويل چې که واکمنان ځانونه ګوښه کړي نو د خلکو د ستونزو له پيژندلو او حل کولو څخه به پاتې شي. له همدې امله د دوی لپاره اړینه ده چې له خلکو سره اړیکه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي پرون پنجشنبه (قوس ١٧) د کابل د نوی والي د محمد قاسم خالد د معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې که د واکمنان ځانونه په انزوا کې اچوي، د ستونزو د پېژندلو او حل کولو توان نه لري،  او په داسی سره د خلکو ستونزو څخه به لرې پاتې شي او له خلکو سره به تماس ونه لري.
 
هغه وويل، هر افغان حق لري چې د هېواد په سياست، اقتصاد او نورو چارو کې برخه واخلي او زياته يې کړه، چې کار بايد کار کوونکو ته وسپارل شي، څو افغانستان له اوسنيو ستونزو څخه ووځي.
 
خو ښاغلي ستانکزي د اسلامي امارت له لوري د اسانتیاوو په برابرولو او د اقتصادي ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
 
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی مرستیال خالد محمد قاسم یوه اونۍ وړاندې د هیبت الله اخندزاده په حکم د کابل ولایت د والي په توګه وټاکل شو او نن یې رسماً خپله دنده پیل کړه.
 
په دې وروستیو کې اسلامي امارت په دولتي ادارو کې ډېر بدلونونه راوستي، چې حبیب الله اغا د پوهنې وزارت سرپرست او نورالله منیر د دارالافتاء د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
https://avapress.com/vdcb05b5grhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته