دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 262290
په کابل کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د مرستو ویش
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د کابل د موسهي، شکردرې او پغمان ولسوالیو پر شاوخوا درې زره زیانمنو شویو کورنیو مرستې ووېشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن سه شنبه (قوس ۲۲) په کابل کې له طبیعي پېښو ځپلو ۳ زره کورنیو سره مرستې وویشل.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، دغه مرستې چې خیمې، کمپلې او خوراکي توکي په کې شامل دي، د کابل ولایت د موسهي، شکردرې او پغمان ولسوالیو پر اوسېدونکو وېشل شوي دي.
 
په ورته وخت کې له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت له وزارته د مرستو له اخیستو یو تن فقیر محمد وايي، دا مرستې د دوی لپاره بسنه نه کوي، بلکې حکومت باید ورته کاري چاپېریال برابر کړي.
 
هغه له نړیوالو مرستندویه موسسو هم غوښتي چې د افغانستان د بې وزلو خلکو لپاره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.
 
خو سیلاب ځپلي د مرستو له غیر عادلانه ویش او د حکومت له بې غورۍ شکایت کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت له بیا جوړېدو سره د شمېرو له مخې بې وزلي زیاته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcgyx9xzak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته