دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 262373
د څښاک د اوبو د کمښت په اړه د پلازمېنې د اوسېدونکو شکايت؛ حکومت باید د اوبو رسولو پروژې پیل کړي
د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په اړه د پلازمېنې د یو شمېر ښاریانو له شکایتونو وروسته د ښاري چارو کارپوهان وايي، که په کابل ښار کې د نړیوالو معیارونو سره سم د اوبو رسولو پروژې پیل نه شي، ډېر ژر به ښاریان او حکومت د یوه ناورین شاهدان وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښار د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکو پرون چهارشنبه (قوس ۲۳) وویل چې د سړې موسم په را رسېدو سره د نورو ستونزو ترڅنګ د څښاک د پاکو اوبو کمښت هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
 
د کابل ښار د پنځمې ناحيې يوه اوسېدونکي شيرين آغا د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: له يوې خوا ژمی را رسېدلی، له بلې خوا د سون توکو بيې لوړې شوې او له بلې خوا د څښاک د اوبو کمښت ژوند ډیر ستونزمن کړی دی.
 
د پلازمېنې دغه اوسیدونکي د څښاک د اوبو د کمښت ستونزې ته د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت له نه پاملرنې ناخوښي څرګندوي او وايي چې دا ستونزه باید ژر تر ژره هواره شي.
 
په ورته وخت کې د ښاري چارو کارپوه احمدشاه نظري د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: د اوبو د کمښت ستونزه په افغانستان کې ځانګړې نه ده، بلکې د سيمې زياتره هېوادونه او ګاونډي هېوادونه له دې ستونزې سره مخ دي. .
 
د ښاري چارو دغه کارپوه په پلازمېنه کې د څښاک د اوبو د کمښت تر ټولو لوی لاملونه د ښاریانو له خوا د اوبو ډېر مصرف، په تېرو ۲۰ کلونو کې د بې شمېره څاګانو کیندل او د تېرو حکومتونو د اوږدمهاله پلانونو نشتوالی بولي.
 
د نظري په وينا، که په کابل ښار کې د نړيوالو معيارونو له مخې د اوبو رسولو پروژې پيل نه شي، ډېر ژر به ښاريان او حکومت د څښاک د اوبو د لا کمښت له امله د رامنځته شوي ناورين شاهدان واوسي.
 
د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه له اسلامي امارت وغوښتل چې ستونزه په سطحي ډول نه حلوي، بلکې د متخصصو پلانونو او پروګرامونو په مرسته د ښاریانو لپاره د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.
 
له بلې خوا د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکي علي رضا د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل: په لسو ورځو او شپو کې یوازې یوه شپه د اوبو رسولو د خصوصي شرکت له خوا د دیارلسمې ناحیې د اوسیدونکو لپاره خلاصیږي.
 
هغه وويل: د اوبو رسولو خصوصي شرکتونه د خلکو په وړاندې مسؤل نه دي او زياته يې کړه: کله چې موږ د اوبو رسولو خصوصي شرکت د ستونزې د حل لپاره ورغلو، هغوى موږ ته وايي چې د واورو د اوریدو لپاره دعا وکړئ، ترڅو د اوبو رسولو کچه لوړه شي.
 
د افغان غږ خبری آژانس خبريال د پرله پسې زنګ وهلو سره سره بریالي نه شلو چي په دې باب د انرژۍ او اوبو له وزارت څخه د نظر واخلو.
 
خو څه موده وړاندې د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند اختر محمد نصرت د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي وو، چې په کابل ښار کې د اوبو د سم مدیریت لپاره به لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله بندونه جوړ شي. د انرژی او اوبو وزارت لخوا د اوږدمهاله پلانونو له مخې چې د دې وزارت لومړی پلان به د باران د اوبو د ضایع کیدو مخه ونیسي د دې هدف لپاره به بندونه جوړ شي.
 
د انرژی او اوبو وزارت ویاند د اوبو رسولو د پروژو د بشپړولو لپاره د بودیجې نشتوالی یوه اساسی مسئله وګڼله او له نورو موسسو او هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د دغو پروژو په بشپړولو کې له اسلامی امارت سره همکاری وکړی.
 
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالو مرستو د ځنډېدو له امله په افغانستان کې زياتره پرمختيايي او بشري پروژې په ټپه ولاړې دي.
 
https://avapress.com/vdciyrarpt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته