دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 262494
د بلخاب د لارې د تړل کېدو لسمه ورځ ده/ د خامو موادو بیه دوه چنده شوه
د بلخاب د سرپل ولسوالۍ اوسېدونکي له لسمې ورځې راهیسې د لارې له بندېدو شکایت کوي او وايي چې له لسو ورځو راهیسې یې ترانسپورتي لار نه ده پرانیستل شوې او د اومو موادو بیه هم دوه برابره شوې ده، خو د سرپل ځايي چارواکو "په نږدې راتلونکي کې" د دغې لارې د بیا پرانیستلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخاب د سرپل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې نن یکشنبه (قوس ۲۷) د دې ولسوالۍ او مرکز تر منځ ټرانسپورټي لار د لسمې ورځې لپاره تړل شوې ده.
 
د دوى په وينا، د ترانسپورتي لارو تړلو خلکو ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړي او د اومو موادو بيې دوه برابره شوې دي.
 
د بلخاب اوسېدونکي له دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د دغه ولایت له مرکز سره مواصلاتي لارې پرانیزي.
 
د دې ولسوالۍ له قم کوتل څخه د بلخاب سرپل ولسوالۍ لاره لس ورځې وړاندې د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې وه.
 
په همدې حال کې د سرپل ځايي چارواکي وايي، چې د بلخاب ولسوالۍ د لارې د بېرته خلاصولو هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به دغه لاره د خلکو پر مخ پرانېستل شي.
 
د سرپل د فواید عامې رئیس اسدالله مسرور افغان غږ خبری آژانس ته وویل: موږ د فواید عامې وزارت ته په تمه یو چې تېل او تجهیزات ورکړي او د بلخاب ولسوالۍ لاره پرانیزي.
 
د سرپل د فواید عامې د رییس په وینا، د تېلو او تجهیزاتو ستونزه به ډېر ژر د فواید عامې وزارت له خوا حل شي او د دغه سړک د بیا پرانېستلو چارې به سبا پیل شي.
 
بلخاب له مرکز سره دوه ارتباطي لارې لري، چې له دې جملې څخه قم کوتل عمده لاره ده، خو دا یوه بله کوچنۍ او ستونزمنه لار هم لري چې یوازې کوچني موټر پرې تګ راتګ کولای شي.
 
https://avapress.com/vdccoiqi02bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته