دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 262674
امریکا او متحدین یې باید له افغانستان څخه غلا شوې پیسې بیرته ورکړي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي: امریکا باید له افغانستانه غلا شوې پیسې بېرته ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: واسیلي نبنزیا، امریکا او د هغې د ناټو متحدینو ته په خطاب کې وویل چې د افغانستان د خلکو غلا شوې پیسې باید بیرته راستانه شي او نور دې مجبور نه کړي چې په دغه هیواد کې د خپلو تیروتني جبران کړي.
 
د جمهوري نظام له ړنګېدو او د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني په غربي هېوادونو کې کنګل شوې، چې ۷ میلیارده یې یوازې د امریکا په بانکونو کې ساتل شوې وې.
 
https://avapress.com/vdccmiqi02bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته