افغان غږ خبری آژانس - د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني وايي، چې د هرات د کتاب پلورونکو اتحادیې په مرسته ۶۰۰ کتابونه، ۴۰۰ قلمونه او ۱۰۰ ټوکه مجلې مرکزي زندان ته استول شوي دي.
ښاغلي حقاني د هرات له محبس څخه د لیدنې پر مهال دغه مرکز د بندیانو د افکارو د زده کړې او اصلاح ستر مرکز وباله او ټینګار یې وکړ چې په زندانونو کې باید بندیانو ته د سواد زده کړې او مطالعې زمینه برابره شي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس د اصلاحي افکارو د لوستلو اهميت ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د کتابتونونو په جوړولو سره بايد زندانونه په علمي ښوونځيو بدل شي.
نوموړي همدا راز له ټولو هغو کسانو څخه چې له زندانيانو سره ليدنه کوي، وغوښتل چې د لوستلو د کلتور د پياوړتيا په موخه زندانيانو ته کتابونه ورکړي.
له بلې خوا د هرات د محبس رييس مولوي نبي خليل وويل: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست لومړى بنسټ دى چې په دغه ولايت کې يې د زندان د علمي پياوړتيا په برخه کې اقدام کړى دى.
ښاغلي خليل له زندانيانو سره د کتابونو مرسته تر ټولو غوره خدمت وباله او ويې ويل، چې د دغه زندان کتابونه نه شي اخيستلاى.
د هرات د محبس عمومي مدير هم له بنديانو سره د ښه چلند په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: له ټولو زندانيانو سره د کارکوونکو له خوا ښه چلند کېږي.
د يادونې وړ ده چې د دغو کتابونو منځپانګه اسلامي، حقوقي، تاريخي، ټولنيز او ښوونيز مضمونونه لري.