دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 263293
هڅې روانې دي چې له شرعي قانون او افغاني کلتور سره سم پر ښځو محدودیتونه لیرې شي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره په کتنه کې پر ښځو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل چې د دې هڅې هدف د یوې معقولې او دایمي حل لارې موندل دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت تېره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل سره لیدلي دي.
 
په دې کتنه کې ښاغلي پوتزل د افغانستان امنیتي وضعیت د قناعت وړ وباله او د نجونو د تعلیم په ګډون یې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل: د اسلامي امارت مشرتابه د افغانستان د خلکو هوساینې ته ژمن دی.
 
هغه پر ښځو لګېدلو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، هڅې روانې دي چې د شرعي احکامو او زموږ د خلکو له کلتور سره سم معقول او دایمي حل لاره ومومي.
 
باید وویل شي، چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارکس پوتزل د بهرنیو چارو وزارت له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتلي او ورسره یې خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcaoenue49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته