دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 263697
له تاجکستان څخه د ۲۰۲۳ کال لپاره د برښنا د واردولو تړون لاسلیک شو
د انرژۍ او اوبو د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په حضور کې د هېواد د برښنا رسولو شرکت او د تاجکستان د برښنا شرکت د مسئولینو ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د برښنا د واردولو تړون لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (جدی ۲۱) برښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ۲۰۲۳ کال لپاره د برښنا د وارداتو تړون لاسلیک شو.
 
د دې خبرپاڼې له مخې، د انرژۍ او اوبو د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په حضور کې د هېواد د برښنا شرکت او د تاجکستان د برېښنا شرکت د مسئولینو ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د برښنا د وارداتو تړون لاسلیک شو.
 
څو میاشتې وړاندې افغانستان د برښنا د لګښت له امله ګاونډیو هېوادونو ته شاوخوا سل میلیونه ډالره پوروړی و. دا څرګنده نه ده چې برښنا د دې پور څومره پیسې ورکړې. د بانکدارۍ محدودیتونه د برښنا د تادیاتو په وړاندې یو خنډ ګڼل کیږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کافي برښنا د نشتوالي ستونزه له تېرو شلو کلونو راهيسې د افغانستان د خلکو پر وړاندې يوه له مهمو ننګونو څخه ده. له دې وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د برښنا شرکت او د انرژۍ او اوبو وزارت وکولای شول چې له ازبکستان سره د برښنا د ستونزې د هواري ترڅنګ د دغه هېواد د برښنا له ملي شرکت سره نوی تړون لاسلیک کړي.
 
https://avapress.com/vdci3paryt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته