دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 265091
په پروان ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د پروان ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، چې د دغه ولایت له داخلي بودیجې څخه د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پرمختیايي پروژې په مرکز چاریکارو ښار کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
په دغو پرمختيايي پروژو کې د ميوو او سبزيجاتو د يوه مارکيټ، يو هوټل، سالون او د ښاروالۍ د ودانۍ جوړول شامل دي.
 
دا پرمختیايي پروژې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د روان کال په لومړیو کې سختو سېلابونو په دغه ولایت کې د ډېرو خلکو ځمکې او کرنې له منځه وړې وې.
 
د يادونې وړ ده، چې پروان ولايت د هېواد يو له شمالي ولايتونو څخه دى، چې د کابل ښار په شمال لوېديځ کې پروت دى او ډېرى خلک يې په کرنه بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdci3warzt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته