دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 265318
د افغانستان مرکزي بانک ۱۷ میلیونه ډالره لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک وايي، چې نن یکشنبه (دلو ۲۳) به د لیلام له لارې (۱۷) میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د اسعارو د ليلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفيه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې يو ځل خپلې د راکړې ورکړې پيسې په نغدو پيسو افغانستان بانک ته وسپاري.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان مرکزي بانک ۱۷ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام له لارې وپلورل.
 
https://avapress.com/vdca6mnua49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته