دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 265526
په تېرو ۴ کلونو کې تر ۸ زرو ډېر کډوال اروپا ته د تلو پر مهال مړه شوي دي
د ماشومانو د ژغورنې اروپايي خیریه موسسې یو راپور خپور کړی چې پر اساس یې په تېرو څلورو کلونو کې تر ۸۰۰۰ زیاتو کډوالو اروپا ته د رسېدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کېږي چې ډېری دغه کډوال د مدیترانې سمندرګي په اوبو کې مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ماشومانو د ژغورلو خیریه موسسې په خپل راپور کې زیاته کړې: په تیرو څلورو کلونو کې نږدې یو نیم ملیون کسانو د مدیترانې له بحیرې څخه د تیریدو پر وخت ۸۴۶۸ کسان د مدیترانې په اوبو کې ورک شوي یا مړه شوي دي.
 
دې خیریه موسسې د خپل راپور په دوام کې ویلي: اروپا ته د تلو په لاره کې د کډوالو مرګ ژوبله تر یوه حده د اروپا د حکومتونو د زیاتېدونکي بندیزونو له امله ده.
 
خیریه موسسې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۱ راپور ته اشاره کړې، چې خبرداری یې ورکړی و چې د اروپا په پولو کې پناه غوښتونکي د سخت تاوتریخوالي سره مخ دي.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې هغه پناه غوښتونکي چې له مراکش څخه هسپانیې ته د رسېدو هڅه کوي، یا د ترکیې له لارې یونان ته ځي او همدارنګه له لیبیا او تونس څخه ایټالیا ته ننوځي، سخت فزیکي چلند ورسره کېږي.
 
دغې خیریه ټولنې پر اروپايي هېوادونو تور پورې کړی چې د منځني ختیځ او اوکرایني او افریقايي پناه غوښتونکو پر وړاندې دوه ګونی معیارونه پلي کوي.
 
د دې موسسی په وینا، اروپایي اتحادیې د تیر کال په اوږدو کې له اتو میلیونو څخه زیاتو اوکراینیانو ته، چې ۴۰٪ یې ماشومان دي، د ننوتلو اجازه ورکړې ده.
 
https://avapress.com/vdcb5sb50rhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته