دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 265644
په بلغاریا کې په یوه موټر کې د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندل شوي دي
د راپورونو له مخې په بلغاریا کې په یوه لارۍ کې د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: سرچینې وايي، د جمعې په ورځ (دلوې ۲۸) په بلغاریا کې د لرګیو په یوه لارۍ کې د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندل شوي دي.
 
د بلغاریا پولیسو ویلي دي چې د دغو کسانو مړي د جمعې په ورځ د دغه هیواد د پلازمینې صوفیا په څنډه کې موندل شوي دي.
 
د دغه هیواد پولیسو دا هم ویلي، چې یوه ځايي اوسیدونکي دوی ته د صوفیا په ښار کې د لوکورسکو له سیمې ۲۰ کیلومتره وړاندې د یوې ورکې شوې لارۍ د دریدو خبر ورکړ.
 
په همدې حال کې په بلغاریا کې په یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د دغو ۱۸ کسانو د جسدونو له موندلو وروسته پولیسو د هغو څلورو مشکوکو کسانو د نیولو اعلان وکړ چې پخوا د انساني قاچاق په تور نیول شوي وو.
 
د پولیسو په وینا داسې ښکاري چې دغه لارۍ چې د بلغاریا پلازمېنې صوفیا ته څېرمه یوه کلي ته نېږدې درول شوې وه، ناقانونه کډوال پکې سپاره وو.
 
له دغې لارۍ څخه د ۵ ماشومانو په ګډون ۳۴ تنه ژغورل شوي او د درملنې په موخه د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
 
پولیس په دې باور دي چې ډېری دغه کسان د افغانستان اتباع دي او ټاکل شوې وه چې په غیر قانوني توګه صربستان ته ولاړ شي.
 
اسین میدزیدیف؛ د بلغاریا د روغتیا وزیر ویلي، چې دغه کسان د اوږدې لوږې، یخنۍ او لوړ رطوبت له امله اغیزمن شوي دي.
 
ښاغلي میدزیدیف دا هم وویل: «په لارۍ کې بند پاتې کسان د اکسیجن له کمښت سره مخ وو. هوا سړه او مرطوبه وه او له څو ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه وه خوړلې.»
 
بلغاریايي رسنیو دا پېښه په دغه هېواد کې د انساني قاچاق تر ټولو خونړۍ پېښه بللې ده.
 
بلغاریا د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو ته د غیرقانوني مهاجرت یوه لاره ده.
 
د بشري حقونو سازمانونو د بلغاریا حکومت له پناه غوښتونکو سره په ناوړه چلند تورن کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcc0pqi02bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته