دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 265768
د هرات د اسلام قلعه ګمرک څخه له اته میلیارد افغانیو څخه زیات عواید راټول شوي دي
د اسلام قلعه ګمرک چارواکي وايي، چې د روان کال له لومړۍ ورځي څخه تر ۱۴۰۱ کال د جدي پورې له دغه ګمرک څخه څه باندې ۸ میلیارده او ۱۲۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د اسلام قلعه د سرحدي ګمرک اداري او مالي رییس مولوي حکیم الله عمري وايي: هره ورځ له ۳۵۰ تر ۴۰۰ بار وړونکي موټر دغه ګمرک ته داخلیږي او د ترلاسه شویو احصایو له مخې تېره میاشت ۶ زره ۸۴۴ لارۍ دغه ګمرک ته داخلې شوې دي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه: تېر کال اسلامي امارت د جدی تر میاشتې پورې له ۳ میلیاردو افغانیو زیات عاید درلود، خو سږ کال یې د حمل له میاشتې څخه تر جدی پورې ۸ میلیارده ۱۲۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
 
مولوي عمري زياته کړه: په دې ګمرک کې فساد صفر ته راټيټ شوى او کارونه په سمه توګه روان دي.
 
په همدې حال کې په هرات کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر اسودي وايي: د ادعا او نتیجې تر منځ لوی توپیر شتون لري، کله چې د هېواد بودیجه له ګمرکونو او نورو کورنیو سرچینو څخه پوره کېږي او د برابرولو لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا نه وي نو ویلای شو چې فساد کم شوی دی.
 
ده وويل: په داسې شرايطو کې د افغانستان په څېر پرمختيايي هېوادونه کولاى شي خپله پراختيايي بودجه د بهرنيو هېوادونو له مرستو او منابعو تمويل کړي.
 
له بلې خوا د هرات د خوراکي توکو د شرکتونو د اتحاديې مشر نجيب الله خيراندېش فوشنجي وايي: د پخوا په پرتله د دغه ولايت په ګمرک کې فساد ډېر کم شوى دى.
 
هغه زیاته کړه: د ټولو سوداګرو هیله دا ده چې اسلامي امارت د دوی لپاره په ګمرک کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
د هرات د متشبثینو د اتحادیې مشر څرګنده کړه: څومره چې حکومت په ګمرکونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، په هماغه اندازه به کارونه چټک شي.
 
فوشنجي دغه راز زياته کړه: هر څومره چې ګمرکي تعرفې کمې شي، د سوداګرو له هرکلي سره به مخ شي او په هېواد کې به د کار زمينه برابره شي.
 
هرات د هېواد یو له سرحدي ولایتونو څخه دی، چې دوه لوی سوداګریز بندرونه "اسلام قلعه او تورغونډۍ" لري، چې د هېواد د عوایدو له ۲۵ تر ۳۰ سلنه برخه جوړوي.
 
https://avapress.com/vdcjmie8ouqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته