دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 265813
کارپوهان د افغانستان په اړه سیمه ییزو غونډو او ناستو ته په اشاري سره:

د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان او سیمې د بې ثباته کولو لپاره د امریکا د پلانونو مخه ونیسي

د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان او سیمې د بې ثباته کولو لپاره د امریکا د پلانونو مخه ونیسي
سیاسي کارپوهان د افغانستان په چارو کې د سیمه ایزو غونډو ترسره کیدو ته په اشارې سره ټینګار کوي چې د سیمې هیوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا د پلانونو مخه ونیسي، ځکه چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره پټه خوله دي او غواړي له افغانستانه ګټه پورته کړي. ترڅو سیمه ناامنه کړي او پر خپلو سیالانو لکه روسیه او چین فشار راوړي. دغه کارپوهان له اسلامي امارت غواړي چې په بهرني سیاست کې د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې توازن وساتي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیاسی چارو د پوهانو دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږی چې د افغانستان لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی او د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په کابل کې سره لیدلي او خبرې اترې کړي دي.
د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قومي د یکشنبي په ورځ د دلوي ۳۰مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د وروستۍ غونډې د پرېکړو د عملي کېدو په لړ کې د ایران او چین د ولسمشرانو ترمنځ په زړه پورې ناسته ترسره شوه او د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي یو ژیاونګ سره یې وکتل.
هغه زیاته کړه په دغه کتنه کښې په دغه هیواد کښې د سولې او ثبات د رامینځته کولو په هدف د بېجینګ او تهران د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وشو او د دغو همکاریو د اجرا لپاره د حل لارې چارې وڅیړل شوې.
د سیاسي چارو کارپوه صادق صفدري له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو له خوا د سیمه ییزو غونډو دایرول د دې ښودنه کوي چې د سیمې د ډېرو هېوادونو مشران په افغانستان کې ثبات او امنیت د خپل هېواد ثبات او امنیت ګڼي. "
هغه زیاته کړه: د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا د شومو پلانونو مخه ونیسي، ځکه امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره پټه خوله دي او هڅه کوي چې د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونه ناامنه کړي او پر خپلو سیالانو یعنی روسیه او چین فشار راوړي.
صفدري ټینګار وکړ: د سیمې هېوادونه نه غواړي چې افغانستان د ترهګرو په اصلي ځاله بدل شي، ځکه چې دا به په راتلونکي کې د دغو هېوادونو د ناامنۍ لامل شي.
دغه سیاسی کارپوه څرګنده کړه: د جمهوریت پر مهال د یوه لیکل شوی او خپلواک بهرنی سیاست د نشتوالی له امله، هیڅ یو سیمه ایز او بهرنی هیواد له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې، له ډیرو منل شویو نړیوالو معیارونو څخه انحراف وکړ او هر څه یې چې زړه غوښتل، ترسره کړی.
نوموړي د دې په بیانولو سره چې هر خپلواک هیواد د خپلو اقتصادي او سیاسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پولو په اوږدو کې اړیکو ته اړتیا لري، زیاته کړه: د اسلامي امارت چارواکي باید په خپل بهرني سیاست کې د هیوادونو ترمنځ د توازن ساتلو هڅه وکړي.
په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو کارپوه ابراهیم اسدي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي: د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري وکړي، ځکه دغه هېوادونه ویره لري چې افغانستان به د ترهګرو لپاره په پټنځای بدل شي.
هغه ټینګار وکړ: د غونډو په جوړولو سره د سیمې هېوادونه غواړي د افغانستان په اړه خپل منځي اختلافات یوې خواته کړي او د حکومتدارۍ په برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.
د اسدي په وینا، د جمهوریت پر مهال د بهرنیو اړیکو ساړه او تودوالی تر ډېره د تصمیم نیوونکو د شخصي تمایلاتو له مخې وو، چې له همدې امله افغانستان د سیمې د هېوادونو په منځ کې منزوي شو، خو اسلامي امارت باید د سیمې هېوادونو ته توجه وکړي.
په همدې حال کې تهران ته له سفر مخکې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه هېواد له چارواکو او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر سره کتلي او خبرې یې کړې دي.
د چین ولسمشر شي جین پینګ او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي په ګډه اعلامیه کې بیجینګ ته د آیت الله رئیسي د وروستي سفر په ترڅ کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د ټولو قومونو په رښتیني ګډون سره یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او سیاسي ډلې او د ښځو په وړاندې ټول بندیزونه باید لیرې شي.
د چین او ایران مشرانو په دغه بیانیه کې ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالات او ناټو باید د افغانستان د روان وضعیت مسئول وي.
دواړو ولسمشرانو یو سوله ییز، سوکاله، ازاد او باثباته افغانستان د سیمې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره خورا مهم وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د بشري او اقتصادي مرستو پر دوام او د دغه هېواد د پرمختګ لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا هوکړه وکړه.
 
https://avapress.com/vdca6mnue49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته