دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 265911
د تورخم لاره به نن پرانستل شي
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، د تورخم دروازه به نن پنجشنبه (کب ۴) د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو خبره کابل ته د پاکستان د لوړ پوړي پلاوي له سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره له کتنې وروسته کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پاکستان کې د افغانستان سفارت تېره شپه اعلان وکړ چې د تورخم دروازه به د پنجشنبې په ورځ د مسافرو، مالونو د لېږد رالېږد او سوداګرۍ پر مخ خلاصه وي.
 
د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو خبره کابل ته د پاکستان د لوړ پوړي پلاوي له سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره له کتنې وروسته کېږي.
 
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په مشرۍ دغه پاکستانی پلاوی پرون چهارشنبه کابل ته راغی.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد پلاوي د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي، د دفاع له سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني سرخ کتلي.
 
د دغه وزارت له خوا تېر ماښام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې تر ډېره د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو په اړه خبرې وشوې.
 
دغه راز ویل شوي، چې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د هغو ډلو پر وړاندې به اغېزمنه مبارزه کوي، چې ګواښ پېښوي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد پلاوي او د اسلامي امارت چارواکو د کابل او اسلام آباد ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري.
 
نوموړي د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او دا ډول اړیکې یې د دواړو هېوادونو په ګټه وبللې.
 
ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، سوداګریز او اقتصادي مسایل باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا شي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال له پاکستانه وغوښتل چې په هغه هېواد کې افغان بنديان خوشې کړي.
 
له بلې خوا پاکستاني پلاوي د دغو ستونزو په حل کې اسلامي امارت ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اړوند وزارتونه او ټاکل شوې کمېټه به په دې برخه کې چټک کار وکړي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکو د یکشنبې په ورځ (دلوې ۳۰) د پاکستان د ژمنو د نه پلي کیدو له امله د تورخم دروازه چې د مسافرو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو مالونو د انتقال لویه لار ده، وتړله.
 
ځايي اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د تورخم پولې ته څېرمه د نښتې خبر ورکړ، خو د اسلامي امارت چارواکو هر ډول وسله واله نښته رد کړه او ویې ویل چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
 
له بلې خوا د مونیخ په امنیتي غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ وینا او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د اندېښنې څرګندول د اختلاف لامل شوي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه غبرګون ښودلی دی. دغه وزارت د پاکستان د اندېښنو د ردولو په ترڅ کې له دغه هېواده غوښتي، چې په نړیوالو غونډو کې دې مسایل او ستونزې نه، بلکي مخامخ مطرح کړي.
https://avapress.com/vdcjvie8vuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته