دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 266061
په پاکستان کې چاودنه؛ څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي
د پاکستان د بلوچستان ایالت په بارخان ولسوالۍ کې په یوه ځايي بازار کې د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې نن یکشنبه (کب ۷) د بلوچستان ایالت په بارخان سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوی دی.
 
آج ليکي: له دې چاودنې وروسته د خضدار مرستيال کمشنر "محمد الياس کبز" د پوځيانو له يوې ځانګړې ډلې سره د چاودنې ځای ته ورسېد او د ټپيانو روغتون ته د لېږدولو پر مهال يې سيمه کلابنده کړه.
 
د بارخان د پوليسو مشر سجاد افضل هم د مړو شمېر تاييد کړ او ويې ويل، چې ټپيان هم د پېښې ځاى ته نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. نوموړي د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.
 
د برخان د امنيه قوماندانۍ مرستيال عبدالله کهوسو وويل، چې دغه چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو. چاودنې څو موټرونه، موټرسایکلونه او دوکانونه هم زیانمن کړي دي.
 
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. په هرصورت، په پاکستان کې ډیری چاودیدونکي بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، بلوچ وسله والو یا داعش لخوا ترسره کیږي.
 
https://avapress.com/vdcg339xqak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته