دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 266334
د البدر قول اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د دفاع وزارت د مرستیال حضور
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو ۲۰۰ سرتېري د توپخاني او هوايي دفاع په ریاست کې له درې میاشتنیو مسلکي او نظامي زده کړو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د ملي دفاع وزارت د مرستیال په ګډون لرله فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال مل پاسوال محمد فاضل مظلوم، د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندان مل پاسوال محب الله حمد او ګڼ شمېر چارواکو ګډون کړی و.
 
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال مل پاسوال محمد فاضل مظلوم په خپلو خبرو کې فارغو شویو سرتېرو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې د اسلام او هېواد د ساتنې په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: ستاسو دنده دا ده چې د سرحدونو ساتنه او دفاع ته لا زیات چمتو اوسئ.
 
د بدر قول اردو يو تن تازه فارغ شوى سرتېرى شفيع الله هم وويل: موږ د خپل هېواد او هېوادوالو دفاع او خدمت ته چمتو يو او د هر ډول ګواښ پر وړاندې له خپل هېواد څخه دفاع کوو.
 
د البدر قول اردو يو بل تازه فارغ شوي، قدرت الله هم وويل: موږ په دې درېيو مياشتو کې مسلکي او نظامي زده کړې ترلاسه کړې او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې په پوره ايماندارۍ او زړورتيا به خپل هېواد ته خدمت کوو.
 
https://avapress.com/vdcjtme8xuqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته