دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 266409
په هېواد کې د تېلو بيه لس سلنه راټيټه شوې ده
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د تېلو د تړون له عملي کېدو سره د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیه لس سلنه راټیټه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: د تیلو د واردولو تړون چې پخوا د اسلامی امارت او روسیې ترمنځ شوی و، په دې وروستیو کې پلی شو. "
 
هغه زياته کړه، چې د دغه قرارداد په پلي کېدو سره په پلازمېنه او ولايتونو کې د تېلو په ټانکونو کې د تېلو بيه شاوخوا لس سلنه راټيټه شوې ده.
 
جواد ټینګار وکړ چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د هېواد په بازارونو کې د نورو اومو موادو او خوراکي توکو بیې د هېوادوالو د اقتصاد په پام کې نیولو سره کمې کړي.
 
هغه دا هم وايي چې د تېلو ترڅنګ د ګازو او غنمو بيه هم راټيټه شوې ده.
 
جواد دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن سهار د يو ليتر پټرول بيه له ٧٠ څخه ٦٥ افغانيو ته راټيټه شوې او دغه راز د يو لېتر ډېزل تېلو بيه له ٨٠ څخه ٧٥ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
 
تر دې وړاندې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له روسیې سره د تېلو د واردولو تړون لاسلیک کړی و او د دغه تړون پر بنسټ به دوه میلیونه ټنه تېل هېواد ته وارد شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د ايران له اسلامي جمهوريت سره د نفتو د واردولو تړون عملي کړی و، چې له امله يې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بيه ۴ سلنه راټيټه شوې وه.
 
په ورته وخت کې د هېواد خلک د تېلو، پټرولو او ډېزل تېلو د بيو د راټيټېدو هرکلى کوي او له حکومته غواړي چې د هېوادوالو اقتصادي وضعيت ته په پام سره دغه بيې نورې هم ټيټې کړي.
 
https://avapress.com/vdccxeqio2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته