افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي تدارکاتو کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پروژې د کمېسیون په اونیزه غونډه کې منظورې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې وړاندیز شوې پروژې به په کابل، کندهار، هرات، فراه، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې پلې شي.
په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په علني غونډه کې د سړک جوړونې پروژې، د برېښنا رسولو لپاره د اوبو بندونه، د اوبو د زېرمه کولو او د څښاک د اوبو د څاګانو کیندل هم مطرح شوي دي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون وايي، د دغو پروژو ټول لګښت د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي او هېڅ بهرنۍ موسسه په کې ونډه نه لري.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د پروژو د جوړولو او پلي کولو لړۍ ګړندۍ شوې او سږ کال په کابل کې د ګڼو لویو لارو د جوړولو چارې هم روانې دي.