دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 266989
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه وجهي صندوق مشرتابه غونډه وکړه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي بشري صندوق مشرتابه پلاوي په دوبۍ کې غونډه وکړه او ویې ویل چې د دغه سازمان د مرستندویانو مرستې د دغه هېواد د بې وزلو ښځو او ماشومانو لپاره دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ځانګړي صندوق نن چهارشنبه (کب ۲۴) پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د مرستندویانو بشري مرستې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان د ۹۷ سلنه وګړو لپاره دي. څوک چې په بې وزلۍ کې وي، فلج او لوږه ژوند کوي.
 
د دې غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
 
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له بېړنۍ کمښت سره مخ دي او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې بشري اړتیاوې په ۲۰۱۹ کال کې له ۶،۳ میلیونو کسانو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸،۳ میلیونو کسانو ته په چټکۍ سره زیاتې شوې او شدت یې هم ډېر شوی دی.
 
اوچا وايي، سږ کال په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې له ۲۳ میلیونه وګړو سره مرسته یې لومړیتوب دی.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcfcvd01w6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته