دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 267305
د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې بریا؛ چارواکو غبرګون وښود
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې له پاکستان سره د درېیو شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د دغه هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته د شپږو ویګټو ماتې ورکړه او د دې لوبډلې پر وړاندې یې په نړیوالو سیالیو کې خپله لومړۍ بریا تجربه کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د کرکټ لوبډلې د لوبې په شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۹۳ منډو هدف وټاکه.
 
بل خوا افغان لوبډلې په ۱۸م اوور کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۹۸ منډې یې وکړې. په دې توګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.
 
د پاکستان پر وړاندې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې بریا د اسلامي امارت مسوولین او د ټولنې بېلابېلې طبقې خوښي کړې. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ټویټ کې د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا مبارکي ویلې ده.
 
خو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي هم په یوه ټوېټ کې لیکلي؛ "شکر خدایه! د افغانستان د کرکټ ټیم د پاکستان ټیم ته ماتې ورکړه.
 
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټیمونه مخکې دوه نورې شل اوریزې لوبې لري.
 
https://avapress.com/vdciuyarwt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته