دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 267331
د ملي دفاع وزارت د تخریب شویو پوځي وسایطو ۳۰۰ عرادې ترمیم کړل
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت انجنیري او تخنیکي ټیم د ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۳۰۰ تخریب شوي پوځي وسایط ترمیم کړي او د استفادې لپاره یې چمتو کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه وسایط د جګړو پر مهال ویجاړ او د کارونې وړ نه وو او د دغه وزارت د انجینرۍ او تخنیکي ټیمونو له خوا بېرته ورغول شول.
 
د اعلامیي له مخې: په دغو وسايطو کې ١٥٠ کاماز موټرونه، ١٢٥ هموي موټرونه، ١٥ هموي امبولانسونه، ١٠ پورکلف موټرونه، څلور ټېلران او دوه اسلټ ټانکرونه شامل دي.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه موټرونه د پخواني افغان پوځ اړوند دي، چې د امريکا او د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان (ناټو) له خوا ورکړل شوي وو.
 
https://avapress.com/vdchxqniz23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته