دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 267908
اسراییل له عربي هېوادونو سره د سوریې د اړیکو د ښه کېدو په اړه اندېښنه لري
د صهیونیسټ رژیم رسنیو له مصر او د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د سوریې د اړیکو د نږدې کیدو په هکله د دغه رژیم د امنیتی او سیاسی ادارو د اندیښنې خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم رسنیو د دغه رژیم د امنیتی او سیاسی بنسټونو په حواله خبر ورکړی، چې له مصر او د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د سوریې د اړیکو نږدېوالی یوازې ښه خبر نه دی. د دې رژیم لپاره، بلکې "اندېښمنونکی" دی.
 
په صهیونیسټی راډیو کښې د عربی چارو شنونکی رای کیاس وویل د سوریې د ولسمشر بشارالاسد او د فارس خلیج د عربو هیوادونو ترمینځ نږدې اړیکې کولای شی هغه ته د نفوذ او د هغه د سیاستونو د بدلولو زمینه برابره کړی .
 
صهیونیسټی ورځپاڼی «معارف» هم د «نوی منځنی ختیځ» تر سرلیک لاندی له ځینو عربو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره د سوریې د بیرته ستنیدا یادونه کړې او په ریاض کښې د عرب لیګ په راتلونکی غونډه کښې د ګډون لپاره د سعودی عربستان د پاچا بلنې ته یې اشاره کړې ده.
 
د «روشیا ټوډې» شبکې د راپور له مخې، ماریف لیکلي چې د عربي ټولنې په راتلونکې سرمشریزه کې د بشار اسد ګډون د سوریې او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو په برخه کې چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې ځنډول شوي، یو مهم پرمختګ دی او بدلونونه به راولي.
 
دغې ورځپاڼې قاهرې ته د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر فیصل المقداد سفر ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د دې سفر موخه د مصر او سعودي عربستان په منځګړتوب له عربي ټولنې سره د سوریې د بېرته راستنېدو په برخه کې د ګامونو پورته کول وو.
 
همداشان صهیونیسټي ورځپاڼې «اسرائیل هم» لیکلي چې په ریاض کې د عربي ټولنې په سرمشریزه کې د بشارالاسد بلنه له هغو سترو بدلونونو سره سمون خوري چې له چین سره د اړیکو د ټینګولو او له ایران سره د اړیکو د بیا رغولو لپاره د سعودي عربستان په بهرني سیاست کې رامنځ ته شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchvqni623n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته