افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د هېواد په جنوب لوېدیځ زون کې د نشه يي توکو پر ضد د کمپاین له پیل وروسته د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې ۳۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
کوکنار له څو کلونو راهیسې د هېواد په جنوبي ولایتونو کې کرل کېږي. که څه هم په تېرو وختونو کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره هڅې شوې وې، خو د له منځه وړلو لپاره يې کافي نه دي، له همدې امله افغانستان اوس هم په نړۍ کې د نشه يي توکو ستر توليدوونکى هېواد دى.
د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو د عملياتو او کشفي عملياتو په ترڅ کې د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر کروندې له منځه وړي دي.